سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
هانووا: د جرم اصلي مرتکب څوک دی؟
بسم الله الرحمن الرحيم
هانووا: د جرم اصلي مرتکب څوک دی؟

خبر:

د جرمني په هانووا کې ترورېستي برید.

تبصره:

د اسلام پر وړاندې دغو خبرو د عامو خلکو پر لویه برخه اغېز کړی. همداراز، دوی د اسلام د درک پیل داسې کړی چې ګواکي اسلام یې ارزښتونو، دودونو او د ژوند لارې ته ګواښ دی او د اسلام پر وړاندې یې د مقابلې، نشنلېستۍ او هېواد‌دوستۍ احساسات لرل. تقریباً په ټولو اروپایي هېوادونو کې د سیاسي ډلو – که ښي اړخي وي او که کیڼ اړخي- د اسلام ضد ویناوې پر یوه اصل بدلې شوې دي.

په داسې یوه زهري فضا کې د مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی د تصور وړ دی. سربېره پر دې دا د وخت مسله ده. تېره اونۍ، د جرمني په هانووا کې لس بې ګناه کسان – چې ډېری یې مسلمانان وو- د ټابیاس راتیېن په نوم ترهګر له لوري -چې نازي او نژادپاله مفکوره یې لرله - په ډزو ووژل شول. دوې ورځې مخکې یې په جرمني کې دوولس کسان ونیول شول، چې د جرمني په لسو ښارونو کې یې د عبادت پر وخت پر مسلمانانو د برید پلان درلود. دغو کسانو ته هم د هغه کس کار انګېزه او الهام ورکړی و، چې تېر کال یې په نوي زیلانډ کې د عبادت پر مهال ۵۱ مسلمانان ووژل. د دوی حیرانوونکی پلان دا و چې مسلمانان د کمانډو په سټایل ووژني.

غرب د اسلام ضد ډېر پروپاګند او همداراز نشنلستي احساساتو په کارولو، ځانته بلا جوړه کړه چې تر یوې پېړۍ کم وخت کې یې د میلیونونو کسانو ژوند واخیست. دوی پر دې نه پوهېدل چې د نشنلېستۍ او هېوادپالنې د هغې لښتې سر به بېرته دوی ته راګرځي، چې غواړي مسلمانان پرې ووهي. د ۲۰۱۹م کال په اکتوبر کې يوه ښي اړخي افراطي پر یوې کنیسې (د یهودو عبادتځای) په برید کې دوه کسه ووژل. په همدغه کال کې د مسیحیانو ډیموکراټيکې اتحادیې یوه سیاسیون والټر لېبکې د یوه ښي اړخي افراطي له لوري ووژل شو. د ۲۰۱۹م کال په جون میاشت کې د نازیانو د نوې ترهګرې ډلې ناردکروز دېرش غړي ونیول شول، چې ډېری یې پوځیان او پولیس وو. یو خو یې د جنایي څېړنو د ډیپارټمېنټ د ځانګړو پولیسو د واحد فعال غړی و .دغه ټول کسان ښه روزل شوي وو او وسلو او مهماتو ته یې اسانه لاسرسی درلود. دغو کسانو د ګڼو بریدونو لپاره تیاری نیوه، چې کیڼ اړخي او د کډوالو پلویان سیاسیون او مهم کسان ووژني.

په هر حال، اصلي ګواښ دغه افراطیان نه دي، بلکې هغه لېبرال ډیموکراسي ده چې د افراطیت او تاوتریخوالي بنسټ جوړوي. رښتینی ګواښ باید د دوی په خپله ناکامه ایډیالوژۍ کې ولټول شي، چې ان له خپلو خلکو سره په معامله کې ناکامه ده، نور خو پرېږده چې ژوند ته دې ځانګړی لیدلوری ولري. د دې پر خلاف اسلام دا وړتیا لري چې ټول بشریت-پرته له دې چې ظلم پرې وکړي- په خپله ټولنه کې ځای کړي او همداراز په دې دنیا کې یې خوشاله او په اخرت کې یې اسوده کوي.

﴿لَوْكَانُوايَعْلَمُونَ

[بقره:۱۰۳]

ژباړه: کاشکي هغوی پر دې پوهېدلی.

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

اوکې پالا

په نیدرلنډ کې د حزب التحریر مطبوعاتي استازی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې